د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شوې ټولګټې پروژه نن د لغمان سرپرست والي ډاکتر مجددي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مهترلام ښار دننه له محمد رحیم چوک څخه تر الیشنګ هډې پورې د قیر سرک پروژه چې چارې یې د اتو میاشتو په موده کې سرته رسیدلې وې نن د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي، مهترلام ښاروال او د ولایتي شورا او یو شمیر ادارو د رئیسانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه سړک چې ۱۶۰۰ متره اوږدوالی لري د ۱۳ مترو قیر په ګډون د پلیو لارو سره ټول ۲۱ متره پراخوالی یې دی چې د مهترلام ښاروالۍ د ۴۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت يې چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا سړک چې وړاندې ډېر تنګ او ځای ځای خراب و؛ خلکو ته یې په تګ راتګ کې ډېرې ستونزې را ولاړې کړې وې چې اوس یې په جوړېدو سره هغه ستونزې ټولې ختمې شوې.