کور / تازه خبرونه / چین ته دطالب پلاوي سفر د ISI له خوا برابر شوی

چین ته دطالب پلاوي سفر د ISI له خوا برابر شوی

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ ترډيره چین ته د طالبانو د یوه شمېراستازو د سفر او د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د وروستۍ پيښې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د پخواني ولسمشر د ویاند له قوله لیکلي چې، چین ته د طالبانو د پلاوي د نومبرد میاشتي او له هغه مخکې سفرونه د پاکستان د استخباراتوله خوا برابر شوي وو.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د پاکستان ( دي نیوز انټرنېشنل) ورځپاڼې د مرغومي په ۱۲ مه د ديپلوماتیکو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دغه سفرپه تیره نومبرمیاشت کې ترسره شوی.

د سرچیني په وینا چې د طالبانو د پلاوو له دغو سفرونوهدف له چین څخه د امتیاز اخستل او له هغه هېواد سره معامله وه .

ملي ارمان ورځپاڼې هم د پاکستاني رسنیوپه حواله لیکلي چې، چین ته د سفرپرمهال د طالبانو د پلاوي مشري د قطرد دفتر یوه غړي قاري دین محمد کوله چې په دې سفرکې د طالبانو پلاوي د چین له چارواکو سره خبرې کړي دي خو تراوسه د خبرو نتایج نه دي افشا شوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، تردې مخکي هم د طالبانو پلاوو جاپان، فرانسې او ایران ته سفرونه کړي او د دغو هېوادونو له چارواکو سره یې لیدلي وو.

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د هلمند د سنګین ولسولۍ د پیښې په اړه د جدي څیړنو غوښتنه وکړه.

د ورځپاڼې په وینا چې افغان ولسمشریوه پلاوي ته دنده سپارلې ترڅو په دې اړه خپل راپور ژرترژره جمهوري ریاست ته وسپاري.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي چې، د سنګین په څېرپېښې د افغان ځواکونو باور زیانمنوي.

د ورځپانې د لیکوال په لیکنه، روانه میاشت د هلمند د سنګین ولسوالۍ په څاروان کلا کلي کې په یوه کورکې خلک واده ته راټول شوي وو چې د ملي پوځ له یوې پوستې نه په کورګولۍ وویشتل شوې چې لږترلږه ۲۱ کسان په کې ووژل شول او په دې تړاو د ملي اوردو څوعسکرهم نیول شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا دا احتمال هم شته چې ځینې کړۍ د افغان ځواکونو د بد نامه کولو لپاره هڅې کوي او د دغه ځواکونوپه لیکو کې د نفوذي کسانو شتون کېدای شي د سنګین د پېښې په څېر د ځنیو پېښو عامل شي چې د مطلب د لیکونکي په باوردا کاربه پر افغان پوځ د خلکو باورله منځه یوسي.