د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۲ تنه ټپيان دي او دوه تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د فارياب، کندهار، زابل، خوست، پکتيکا او کاپيسا ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
خو وسله وال طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو مخکي ئې د حکومت دا ډول ادعاوي رد کړي.