کور / تازه خبرونه / اتو وسله والو طالبانو او دو د ملي اردو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

اتو وسله والو طالبانو او دو د ملي اردو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

څلور وسله وال طالب وژل سوي او څلور نور د وسلو او مهاتو سره نيول سوي دي .
د کندهار د ٢٠٥ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د تېرو درو ورځو په ترڅ کي ئې د کندهار په ژړۍ، شاوليکوټ، ارغنداب او ميوند ولسواليو کي عمليات کړي او پر مهال يې يو وسله وال طالب وژلى او درې نور يې له وسلو او مهاتو سره ژوندي نيولي دي.
د مطبوعاتي دفتر له قوله، چي ددوي ځواکونو د زابل ولايت په اټغر او دايچوپان ولسواليو کي هم د عملياتو پرمهال دوه طالب وسله وال وژلي دي.
ددوي په خبره چي ددې عملياتو پرمهال يې ٢٨ حلقي ماينونه هم کشف او خنثي کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي، چي د روزګان ولايت د چورې په ولسوالۍ کي د سړک غاړي ماين د چاوني له کبله دوه د ملي اردو سرتيري ټپيان سوي دي.