نن څلورمه ده، چي د سنګين د پېښي په اړه لاريون روان دى.
هغه لاريون چي د تېرو دريو ورځو راهيسي په هلمند کي د سنګين د پيښې په اړه راون وو نن څلورمي ورځي ته وغځېد.
لاريون کوونکو د هلمند د ولايت مقام مخي ته خيمي وهلي دي او د خپلو غوښتنو د عملي کېدو خبري کوي.
لاريون کووني وايې چي د سنګين ولسوالۍ د پېښي رامنځته کوونکي افغان پوځيان دي ونيول سي او بيا دي د قانون منګولو ته وسپارل سي. او خپله افغان ولسمشر اشرف غني دي هم له نژدې ددوي حالت وګوري.
د هلمند د سنګين ولسوالۍ پېښه چي تر دې مهاله يې بشپړه جزيات نه دي خپاره سوي خو ويل کيږي چي په دي پېښه کې ټول ٢٧ تنه وژل سوي او ٦٥ تنه نور ټپيان سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي ولسمشر غني ددي پېښي د کلکي پلټني خبر ورکړى وو او يو پلاوى هم ددي پېښي د څيړني په موخه د سنګين ولسوالۍ مرکز ته تللى وو خو د پېښي ځاى ته يې لاس رسى نه وو پيدا کړى.
دا پېښه د چهار شنبي په ورځ ماخستن اووه نيمي بجي په يوه واده کي هغه مهال وسول کله چي د يوه نامعلو ملوري څخه په دې کور کي توغندي وموښتل.
دا پېښه په لويه کچه غندل سوي ده او ويل سوي دي چې ددي پېښي عاملين دي ونيول سي.