د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست د هغه ۶۶ کلن افغان په وياړ چي سږ کال له پوهنتون څخه فارغ سو، ستاينغونډه جوړه کړه.
حاجي فيض الله صلحي هغه افغان دی چي د ۶۶ کالو په عمر د کندهار د تعليم و تربيې د پښتو څانګي څخه فارغ سو. نوموړی په ۱۳۲۸ کال کي په پنجوايي ولسوالۍ کې زېږېدلی او شاوخوا ۴۰ کاله يې د معلمۍ او سرمعلمۍ مقدسي دندي پر مخ وړي دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال د وياړم ځاى وبللى چي د ۶۶ کالو په عمر يو افغان د زده کړو فکر او احساس لري.
مينه پال زياته کړه په پښتنو کي د تعليم ضد يو شمېر کرغېړن تصورات سته چي په لوی عمر زده کړه نه سي کېدای، خو صلحي هغه تصورات غلط ثابت کړل. صلحي صاحب زده کړو ته يو نوی عنوان کښېښود. صلحي صاحب دا په ثبوت ورسوله چي که څوک ژمن واوسي او د تعليم په اهميت وپوهيږي، نو په هر عمر کي زده کړي کولای سي.
فيض الله صلحي وويل دا چي دی د ٦٦ کلونو په عمر زده کړي کولای سي، نو هغه ځوانان چي انرژي لري، څنګه زده کړي نه کوي. نوموړي له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل چي لوړي زده کړي وکړي او له اوسنيو امکاناتو څخه استفاده وکړي.