کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت هيئت د کندهار له سرپرست والي سره وکتل

د پوهني وزارت هيئت د کندهار له سرپرست والي سره وکتل

له پوهني وازرت څخه راغلي هيئت د کندهار له سرپرست والي سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل.
په دې ليدنه کي چي نن تر غرمې وروسته وسوه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا، د پوهني وزارت د بشري سرچينو د پراختيا لوی رئيس احمد نجيب بيضايي، د اسنادو او اړيکو آمر او د وزارت مقام ارشد سلاکار نعمت الله محمودي او د بشري سرچينو د پراختيا لوی رياست د ګمارني آمر محمدناصر همت ګډون کړی وو.
ښاغلي احمدنجيب بيضايي وويل چي کندهار ته يې له راتګ څخه موخه په دغه ولايت کي د ټولو ښوونځيو د ښوونکو ارزونه او د استخدام د چارو څېړنه ده. نوموړي زياته کړه چي په تېرو دوو ورځو کي يې د ګڼ شمېر ولسواليو د ښوونځيو له مديرانو سره کتلي او د هغوی ستونزي يې اورېدلي دي. هغه وايي د وزارت له لوري د يو ځانګړي پروګرام له لاري غواړي د ټول هيواد د ښوونکو تر ارزيابۍ وروسته د مسلکي او غيرمسلکي ښوونکو امتيازات لوړ کړي.
نوموړي وويل چي د پنځو ورځو لپاره به په کندهار کي پاته سي او د ټولو ښوونځيو له مديرانو سره به وګوري، تر څو بشپړ راپور د معارف وزارت د رهبرۍ هيئت ته وړاندي کړي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د دوی له دې اقدام څخه ستاينه وکړه او ويې ويل چي د ښوونکو د امتيازاتو مسئله يوه مهمه موضوع ده چي بايد مسلکيتوب او غيرمسلکيتوب او سيمو ته په کتو د هغوی امتيازات لوړ سي. نوموړي غوښتنه وکړه چي د ښوونځيو د کميت پر ځای دي د هغوی کيفيت ته ډېره توجه وسي او د قراردادي معلمينو پر ځای دي رسمي او مسلکي معلمين وګومارل سي.
والي وويل زده کوونکو ته بايد پر وخت کتابونه ورسيږي. په ښوونځيو کي دي لابراتوارونه فعال کړل سي. جمنازيومونه او سپورټي ميدانونه دي په ښوونځيو کي جوړ سي او د معارف وزارت کلنۍ بوديجه دي پر وخت او سم شکل مصرف سي. نوموړي يادونه وکړه چي د پوهني مخکني وزير فاروق وردګ له کندهار څخه د ليدني پر مهال ګڼي ژمني کړي چي د معارف ستونزي به حلوي، خو هيڅ عملي اقدام يې نه دی کړی. دی وايي تېر ژمی د معارف وزير راغلی وو او ويې ويل چي د کندهار سهميه يې په نورو ولاياتو خوړلې ده او په راتلونکي کي به د کندهار سهميه بېرته ورکوي او د بورسونو په برخه کي د کندهار سهميه نه ده ورکول سوې، خو تر اوسه يې په اړه هيڅ نه دي کړي. نوموړي د معارف په نوي نصاب کي د املايي تېروتنو يادونه هم وکړه، چي وزارت بايد دا مسئله جدي ونيسي او املايي غلطۍ اصلاح کړي.
والي وايي د ده په شپږ کلنه دوره کي د ده په زيار په معارف کي ګڼ پرمختګونه سوي، خو وزارت هيڅ مرسته نه ده ورسره کړې. دی وايي د ده تر دورې مخکي د ولسواليو او ښار په ښوونځيو کي ډېري ستونزي وې، خو ده يې په حل کي ډېر زيار ايستلی دي.
ښاغلي ويسا غوښتنه وکړه چي که د معارف اړوند ستونزي تر ولسمشر اشرف غني پوري په سم ډول ورسول سي، باوري دی چي هغه به مثبت ځواب ورته ووايي. هغه وايي ولسمشر د معارف د ستونزو په اړه ډېر جدي دی او نه غواړي چي د پوهني په ډګر کي هيڅ ستونزه وجود ولري.
راغلي هئيت ژمنه وکړه چي يادي ستونزي به د وزارت د رهبرۍ هيئت ته په دقيق ډول وړاندي کړي او د حل په موخه به يې لازم اقدامات وکړي.