کور / تازه خبرونه / ناټو په ډيرې بې پروايۍ لسګونه بې ګناه افغانان وژلي

ناټو په ډيرې بې پروايۍ لسګونه بې ګناه افغانان وژلي

د کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ تر ډيره په افغانستان کې د ناټو د دیارلس کلن پوځي ماموریت په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د جرمني د شپیګل مجلې د راپور په بنسټ لیکلي چې ناټو پوځيانو په ډيرې بې پروايۍ لسګونه بې ګناه افغانان وژلي دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې دغه اسناد د امریکا د استخباراتي او ملي امنیت ادارې اړوند دي، چې د سي ای اې د پخواني قراردادي اډوارد سنوډن له خوا شپیګل مجلې ته ورکړل شوي دي.

له بلې خوا سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د ناټو جګړه ییزماموریت پای ته ورسید، خو دغه هېواد ترپخوا ډيرد ترهګرو د حملوله ګواښ سره مخامخ دی.

ورځپاڼه لیکي، په دې وروستیوکې داسې راپورنه هم شته چې ویل کیږي امریکا په افغانستان کې خپلې وسلې اوکراین ته ورکوي او یا یې هم په سوریه او کویټ ته لیږي څو د اسلامي دولت له ډلې سره په مبارزه کې ورڅخه کار واخلي.

د ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوال په اند دې حالت ته په کتو که چېرې امریکا په اوس وخت کې له افغانستانه خپلې وسلې وباسي، دا د دغه هېواد پر وړاندې د امریکا بې پروايې او نه ژمن توب په ګوته کوي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې افغان چارواکي نړېوال باید پردې قانع کړي چې امریکا خپلې وسلې له افغانستانه ونه باسي او د افغان ځواکونو په واک کې ورکړي.

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په جګړه کې د درنو او پرمختللو وسلو له کمښت سره مخ دي، د افغانستان حکومت وايي تر اوسه معلومه نه ده چې امریکا به ورسره په دې برخه کې څومره مرسته وکړي.

ورځپاڼې د افغان چارواکو د خبرو پربنسټ لیکلي چې دوي هم دې وسلو ته اړتیا لري او د خپلو اړتیاو په اړه يې امریکا ته ځانګړي وړاندیزونه هم کړي دي.