کندهار والي د بهرنيو ځواکونو د نظامي ماموريت له پای ته رسېدو سره د هغوی له همکاريو څخه مننه وکړ
کندهار والي دغه مننه تېره ورځ په هغه امنتي غونډه کي وکړل، د افغان او ايساف ځواکونو مشرانو برخه پکښي اخېستې وه.
کندهار والي د ايساف ځواکونو هغه مرستي چي د افغان ځواکونو د روزني په برخه کي کړي وستايلې او زياته يې کړل، چي معاهده سوې وه څو د ۲۰۱۴ کال په پای کي به بهرني ځواکونه خپل نظامي ماموريت پای ته رسوي، له دې سره سم بهرنيو ځواکونو په کندهار کي هم خپل نظامي ماموريت پای ته ورساوه.
بهرنيو ځواکونه به د نوي کال له لومړۍ نېټې څخه يوازي په تعليمي، مرستندويه او پرمختيايي چارو کي کار کوي.
والي وايې، چي د افغان امنيتي ځواکونو خپلواک پراخ فعاليت د دې سبب سوی چي خلک پر ارامه ژوند وکړي او خپلو ورځنيو کارونو ته په سوله ييزه فضا کي دوام ورکړي. ويسا امنيتي ځواکونه د وسله والو د هر ډول پلانونو په وړاندي خنډ وبلل.
ښاغلي ويسا وويل دا چي د بهرنيو ځواکونو نظامي ماموريت پای ته ورسېد، بايد د سولي شورا هڅي نوري پراخي سي او په ټولو برخو کي بايد پېش قدمه وي او د شورا فعالان دي په مساجدو، کليو او ولسواليو کي غونډي جوړي کړي او له ملاامامانو سره دي خبري وکړي، تر څو خلک د سولي په اهميت پوه سي او وسله وال مخالفين له جګړو څخه راوګرځي.
په غونډه کي داراز پر يو شمېر هغو شکاياتو بحث وسو، چي د کندهار اوسېدونکو د ولايت مقام د شکاياتو پر ټليفون شمېرې ثبت کړي ول.