په روزګان کي يوه پوليس خپل اتو ملګرو ته مرګ ژوبله واړول.
چارواکي وايې، چي د اروزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کي يو تن پوليس پر خپلو نورو اتو ملګرو ډزي کړي دي.
چي پرمهال يې اتو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د روزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې، چي پېښه تېره شپه ( سه شنبې) ماښام د دهراود ولسوالۍ په نو اباد سيمه کي سوې.
چي په پېښه کي درې تنه پوليس وژل سوي او پنځه تنه نور ټپيان سوي دي.
ناياب وايي، چي بريد کوونکى پوليس د کندهار ولايت اصلي اوسيدونکى وو او تر بريد وروسته تښتېدلى دى.
کومي ډلي په دي اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.