کور / تازه خبرونه / شاه جوی:عطاجان خیریه بنسټ عامه کتابتون پرانیستی

شاه جوی:عطاجان خیریه بنسټ عامه کتابتون پرانیستی

زابل ولایت په شاجوی ولسوالي کې د کتاب د مینه والو پر مخ د لومړي ځل لپاره عامه کتابتون پرانیستل شو، دا کتابتون چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت او حاجي عطاجان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د شاجوی په ولسوالي کې پرانیستل شوی؛ موخه یې په دې ولسوالۍ کې د مطالعې د دود عامول او د کتاب مینه والو ته د لوست د زمينې چمتو کول دي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریېس عبدالمقیم افغان د کتابتون د پرانیستلو پر مهال وویل؛ چې دوی پلان لري د شاجوی په ولسوالي کې همدا عامه کتابتون لا پسي پراخ کړي او د وزارت له مقام څخه به په دې ولسوالۍ کې د کتابتون د تشکیل د منظوریدو غوښتنه هم وکړي. نوموړي همدا راز د حاجي عطاجان له خیریه بنسټ او باباهوتک دوهم نمبر لیسې له ادارې څخه هم ددې لپاره مننه وکړه چې د کتابتون په پرانیستلو کې یې همکاري ورسره کړېده.
بل لور ته بیا دعطاجان خیریه بنسټ مسول او دولایتي شورا رئیس وايي چې پلان لرې چې په نیږدې راتلونکي کې دزابل په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم دخلګو دپاره عامه کتابتون جوړکړي ترڅو خلګ دهمدې لارې څخه زده کړې او په بیلابیلو برخو کې پراخ معلومات ترلاسه کړي.
باید یادونه وشي، تر څو چې په شاجوی ولسوالي کې د عامه کتابتون لپاره ودانۍ جوړیږي، همدا کتابتون به د باباهوتک په دوهم نمبر لیسه کې موقعيت ولري او د شاجوی ولسوالي د کتاب او لوست د مینه والو پر مخ به پرانیستی وي.