کور / تازه خبرونه / د نږدې لس میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۹ پروژو چاري بشپړي شوې

د نږدې لس میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۹ پروژو چاري بشپړي شوې

د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د پوهنې ریاست اړوند د نږدې لس میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۹ پیل شویو پروژو چارې بشپړې شوې .

د دغه ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق نن (سې شنبه) په ولایت مقام کې د پوهنې سکتور په جوړه شوې غونډه کې وویل یادې پروژې د مرکز په ګډون د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د بیا ترمیم کولو په برخه کې پلي شوي .

نوموړی زیاته کړه، د پوهنې وزارت د پرمختیایي بودیجې په ۹ میلیونه درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت یې یادې ۱۹ پروژې د ښوونځیو ودانیو د بیا ترمیم په برخه کې بشپړې کړي .

د پوهنې رئیس همدا راز وویل تېره میاشت د کانکور په ازموینه کې د ۲۸۰ تنو ګډونوالو ازموینه د کانکور کمیټې له لورې لغوه اعلان شوې ده،چې ډېر ژر به ورڅخه په کابل ولایت کې واخیستل شي .

د هغه په وینا د کانکور کمیټې د کانکور له ګډونوالو څخه شاوخوا ۱۵۰ تلیفونونه هم اخیستي او له ځآن سره یې مرکز ته انتقال کړي،چې وخت په وخت یې ورڅخه د دولسم ټولګیو یاد فارغین غوښتنه کوي .

د پوهنې رئیس وایي تر دې دمه ورته د کانکور کمیټې له لورې د یادو مبائیلونو په اړه څه ندي ویلي،چې بېرته ورته ورکول کیږي او که له دوی سره پاتې کیږي،خو دوی ترې په دې اړه د رسمي معلوماتو د ورکړې غوښتنه کړې،خو هیچا معلومات ندي ورکړي .

نوموړی همدا راز وویل شاوخوا ۷ زره ښوونکو ته د درې میاشتو معاشونه لا ندي ورکول شوي.

هغه وایي د ښوونکو د تنخوا ګانو چارې د پوهنې،مستوفیت او افغانستان بانک څخه بشپړي شوي خو به دغه ولایت کې د کابل بانک کارکوونکو د کمښت له امله یې شاوخوا ۷ زره ښوونکو ته د درې میاشتو تنخواګانې ندي ورکول شي .

په جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ،بدنې روزنې،ښځو چارو،چاپیریال ساتنې،کار او ټولنیزو چارو او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو او استازو هم پخپلو برخو کې ترسره کړي کارونه او شته ستونزې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړي