کور / تازه خبرونه / ويسا: که امنيتي ځواکونه غفلت وکړي، دښمن به خونړي بريدونه وکړي

ويسا: که امنيتي ځواکونه غفلت وکړي، دښمن به خونړي بريدونه وکړي

د کندهار سرپرست والي وايي که امنيتي ځواکونه پخپله وظيفه کي غفلت وکړي، بېله شکه به وسله وال مخالفين خونړي بريدونه وکړي.
د نن په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد حميد، امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالی ويسا وايي که امنيتي ځواکونه خپله وظيفه په سم ډول پر مخ يونسي او غفلت وکړي، دښمن به له دې فرصت څخه کار واخلي او درانه وسله وال بريدونه به وکړي. نوموړي زياته کړه د کندهار امنيتي حالت د ټول هيواد په سطحه ښه ارزول سوی دی، چي يوازينی لامل يې د امنيتي ځواکونو هڅي او د خلکو ملاتړ دی. د امنيتي ځواکونو پراخ فعاليت د دې سبب سوی چي خلک پر ارامه ژوند
ويسا وايي امنيتي ځواکونه د وسله والو د هر ډول پلانونو په وړاندي خنډ دي او دښمن به پرېنږدي چي د افغانانو ژوند واخلي. نوموړي د امنيتي ځواکونو د رواني اوونۍ په جريان کي د ګڼ شمېر لاسته راوړنو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چي په عينو مېنه کي د وسلو د ډيفو کشف يوه لويه لاسته راوړنه ده چي د زيات شمېر خلکو ژوند يې ژغورلی دی.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد حميد وويل چي ټول امنيتي ځواکونه پخپلو منځو کي ښه همږغي لري. هغه زياته کړه چي د رواني اوونۍ په اوږدو کي يې د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کي ۹۵ ماينونه کشف او شنډ کړي دي. د هغه په خبره چي په ورته وخت کي يې ۵ وسله وال مخالفين وژلي او ۲ نور ټپیان کړي دي.