کور / تازه خبرونه / سيد اباد اولسوالۍ کي ځانمرګى بريد سوى دى

سيد اباد اولسوالۍ کي ځانمرګى بريد سوى دى

د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په سيسي دوه لارې کې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ملي اردو پوستې ته څېرمه ځانمرګی برید ترسره شو.
ځانمرګی برید ګر غوښتل،چې له چاودیدونکو توکو ډک کرولا ډوله موټر د ملي اردو پوستې مخې ته چاودنه ورکړي،خو د ملي اردو ځواکونو له لورې تر پیژندلو وروسته پرې ډزي شوي.
د یادو ډزو له امله بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې ځانته چاودنه ورکړې،چې له امله یواځې بریدګر وژل شوی دی، خو په بېښه کې د ملي اردو یو سرتېری سطحي ټپي شوی دی .
په پېښه کې نورو امنیتي منسوبینو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلی عبدالمجید خوږیاڼی د ملي اردو د یاد سرتېرې د مېړانې ستاینه کړې او نورو سرتېرو ته یې د خپلو دندو ترسره کولو پر مهال د پوره هوښیارتیا او زیرکتیا لارښوونه کړې