کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي د OCHA مشري د کندهار له سرپرست والي سره وکتله

په افغانستان کي د OCHA مشري د کندهار له سرپرست والي سره وکتله

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې OCHA سرپرستي کاترين هاوارډ د کندهار له سرپرست والي سره وکتل.
په ليدنه کي چي نن غرمه د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کار په دفتر کي وسوه، د اقتصاد رئيس محمدرحيم رحيمي، د طبيعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رئيس محمدهاشم سدوزي، د کلیو پراختيا پراختيا رياست استازي کريم الله افغان او د مهاجرينو چارو رئيس محمداعظم نوابي ګډون کړی وو.
کاترين وويل کندهار ته يې له راتګ څخه موخه دا ده چي له ولايتي ادارې سره د ۲۰۱۵ کال پلان شريک کړي او د دغه ولايت په لومړيتوبونو ځان خبر کړي. کاترين زياته کړه دا پلان چي د ۲۲۵ ميليونه ډالرو په لګښت پلی کيږي درې مهمي برخي لري، چي عبارت دي له جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته، معيوبينو او د طبيعي پېښو له امله له بېځايه سوو کورنيو سره مرسته. د دې پلان په يوه برخه کي د کندهار د خلکو اړتياوي په ګوته سوي او په بله کي يې ځواب ويل سوی دی.
کاترين وويل غواړي په مستقيم ډول په کندهار کي ياد پلان د ۲۰۱۵ کال په جريان کي عملي کړي او له دې سره به يو شمېر نور موسسات او مرستندويه ادارې تشويق کړي چي د کندهار له اړمنو سره مرستي وکړي او هڅه به وکړي چي د مرستندويه ادارو فعاليتونه همږغي کړي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له کاترين څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر وکړ او غواړي د دغه ولايت اوليتونه وټاکي. ښاغلي ويسا يادونه وکړه چي د پلان په سم ډول تطبيق مهم دی. دا مهمه ده چي په هره پروژه کي بايد د کندهار اړوند رياست دخيل وي او په مستقيم ډول عام خلک ورڅخه برخمن سي.
نوموړي وويل: د يو شمېرو موسسو استازي ما ته راغلي او د پروژو د تطبيق غوښتنه يې کړې ده، خو کله چي مي د پروژو په اړه معلومات ترلاسه کړي، نه يوازي دا چي خلک پکي ښکېل نه وي، بلکي لنډمهالي او بې ګټي پروژې وي. زه له ټولو هغو پروژو او مرستو سره موافق يم چي خلک ورڅخه مستفيد سي.
نوموړي داراز ټينګار وکړ چي د ملګرو ملتونو څانګي بايد د کندهار توليدات واخلي او پر خلکو يې ووېشي. هغه يادونه وکړه چي د خوراک نړيوال پروګرام ډېری وختونه په ازربايجان او نورو سيمو کي غنم رانيسي او بيا يې دلته پر خلکو وېشي، په داسي حال کي چي کندهار خپل غنم او توليدات لري. که مرستندويه ادارې د کندهار توليدات وانخلي، کروندګر مجبور دي چي ترياک وکري.
هغه داراز شکايت وکړ چي کابل ډېری مهال پروژې له ولايتي ادارې له شريکولو پرته ډيزاينوي، ځکه نو د کندهار لومړيتوبونه او غوښتني په پام کي نه نيول کيږي. نوموړي له کاترين څخه وغوښتل چي مرستندويه ادارې دې تشويق کړي چي د ولاياتو د غوښتنو پر اساس پروژې پلان او تطبيق کړي، تر څو هم لومړيتوبونه په پام کي نيول سوي وي او هم د ولاياتو شرکتونه او خلک په کار ګمارل سوي وي.
ويسا وويل: ډونران بايد د کندهار د شرکتونو له لاري پروژې تطبيق کړي، ځکه د کابل او نورو ولاياتو شرکتونه ډېری مهال پروژې پر دوهم او دريم لاس عملي کوي، چي له دې سره د پروژې کيفيت ته صدمه رسيږي.
کاترين ژمنه وکړه چي کابل ته له تګ سره به پر دې کار وکړي چي ډونران دې ته تشويق کړي چي د ولاياتو په سطحه کار وکړي او د مرستندويه ادارو ترمنځ همږغي رامنځته کړي.