په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د محارب ماموریت پای ته رسیدل او کابینه، هغه دوه مسایل دي چې د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډیره ورباندې لیکنې کړي دي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې په لومړي مخ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله یو مضمون خپور کړی چې په افغانستان کې یې د آیساف تیر ماموریت بیځایه او ناسم بللی دی.
ورځپاڼه په مطلب کې د ښاغلي کرزي له دفتره خپرې شوې خبرپاڼې ته اشاره کوي چې په کې د نړیوالو ځواکونو د محارب ماموریت د پای ته رسیدو هرکلی کوي او وايي چې دا ماموریت په ناسم ځای او ناسمه توګه روان و.
د ورځپاڼې په لیکنه، د افغانستان پخوانی ولسمشر د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو د څرنګوالي یو سخت منتقد و او تل به یې ویل چې د تټروریستانو ځالې د افغانستان په کلیو کې نه بلکه د دغه هیواد له پولو بهر دي.
ورځپاڼه د نوموړي له قوله زیاتوي چې وايي، په افغانستان کې د ناټو د محارب ماموریت په پای ته رسیدو سره به د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د افغانستان د جګړې په اړه یو مطلب خپور کړی چې د لیکونکي په لیکنه امریکا په افغانستان کې د اډو په ترلاسه کولو سره غواړي جګړه مرکزي آسیا ته وغځوي.
ورځپاڼه په دې اړه د ډله ییز امنیت هیوادونو په وروستۍ غونډه کې د روسیې د ولسمشر څرګندونو او په همدې ارتباط د واشنګټن پوسټ یو راپور ته اشاره کوي.
په مطلب کې د واشنګټن پوسټ د راپور په تړاو لیکل شوي چې وايي؛ دا مهال د منځنۍ آسیا زرګونه وکړي د داعش غړیتوب لري او د دغه سازمان دننه یې خپل خاص ګروپونه جوړ کړي دي.
په مطلب کې د واشنګټن پوسټ د راپور په دوام راغلي چې وايي؛ د ازبکستان د اسلامی حرکت او دې ته ورته نورې ډلې د افغانستان له مخدره موادو تغذیه کیږي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم له دغه هیواده او هم له وزیرستانه د منځنۍ آسیا په لور وخوځیږي.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې د کابینې په اړه د ولسي جرګې له یوه پلاوي سره د کتنې پر مهال د اجرایي رییس د څرګندونو په اړه لیکلي دي چې وايي؛ د ولسمشر له لورې د دفاع او مالیې وزارتونو ته له کاندیدانو پرته بل کوم کاندید نه دی څرګند شوی.
په مطلب کې د عبدالله عبدالله خبرې راخیستل شوي چې وايي؛ د دوی له لورې د شپږو کاندید وزیرانو نومونه ولسمشر ته طرح شوي او تمه یې څرګنده کړې چې له ولسمشر سره په راتلونکې لیدنه کې به د کاندید وزیرانو لست بشبړ شي.
سرنوشت:
سرنوشت بیا د کابینې په معرفي کولو کې پر ځنډ د ملي شورا د غړیو انتقادونو ته اشاره کړې ده.
د ورځپاڼې په لیکنه، دې ځنډ د هیواد پر امنیتي او اقتصادي حالت ناوړه اغیز کړی او که وضعیت همداسي دوام وکړي؛ نو د خلکو له غبرګون سره به مخ شي.