عبدالعلي شمسي د کندهار مرستيال والي ټاکل سوى دى.
د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې په وړانديز او د جمهوري رياست په منظوري عبدالعلي شمسي د کندهار د والي مرستيال ټاکل سوى، چي ډېر ژر به په خپله دنده پيل وکړئ.
د کندهار د والي وياند د هغه ټاکل کېدل مني او وايې چي د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې له لوري دوي ته په شفاهي ډول ويل سوي دي.
عبدالعلي شمسي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ دى او د کابل د ادبياتو له پوهنځۍ څخه فارغه دئ.
تر دې مخکي د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال وو، چي هغه په کندهار پوهنتون کي په يوه وسله وال بريد کي ووژل سو.