د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د پنجوايي ولسوالۍ د پنجوايي ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د خپل کار په دفتر کي وکتل او د هغوی ستونزي يې واورېدې.
د پنجوايي ولسوالۍ د رېګوا، اشرف، ملا دوست او قاسم رباط سيمو اوسېدونکو د کندهار له سرپرست والي سره د دوی په سيمه کي د ځينو کسانو له خوا د غصب سوو مځکو د بېرته خلاصون غوښتنه وکړه.
د پنجوايي ولسوالۍ سپين ږيرو او مخورو ټينګار وکړ چي دوی د دولت ټولو قوانينو او اصولو ته په پوره ډول غاړه ږدي او د اصولو مراعتول پر ځان حتمي ګڼي خو غوښتنه يې وکړه چي دولت ته هم ښايي چي ستونزي او مشکلات يې تر اورېدلو وروسته په سم ډول وڅېړي.
ښاغلي ويسا له يادو سپين ږيرو او مخورو سره ژمنه وکړه چي د دوی د مځکو د غصب ستونزي به تر جدي تعقيب لاندي ونيسي. ويسا يادونه وکړه که څه هم په افغانستان کي د ځينو رژيمونو او انقلابونو د اوښتلو را اوښتلو پر مهال ښايي املاکي اسناد بېځايه سوي وي خو سره له دې يې د يادې موضوع د دقيق څېړلو او د اسنادو په لاسته راوړلو ژمنه وکړه.
ويسا پخپلو خبرو کي دا هم وويل، دی به د هغو ټولو کسانو په وړاندي چي په ولسوالۍ او ښار کي د ځينو موضوعاتو په اړه له زور يا پيسو څخه په استفاده ناسم اعمال ترسره کوي، جدي برخورد او قانوني چلند وکړي.
ويسا د پنجوايي ولسوالۍ له قومي سپين ږيرو او مخورو څخه له دې امله مننه وکړه چي په سوله ييز ډول د خپلو ټولو مسايلو د څېړني غوښتنه کوي او له دولت سره پوره همکاري لري.