کور / تازه خبرونه / د توغندي د لګېدلو له امله مرګ ژوبله اوښتې

د توغندي د لګېدلو له امله مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ د عمرخیلو به ابده خیلو سیمه کې تېره ورځ ناوخته د والیبال په لوبغالي کې د توغندي د لګیدو له امله د دغه لوبې ۲ نندارکوونکى ئې وژلي او ۵ نور ئې ټپيان کړي دي.
دغه پېښه تېر مازیګر د نرخ ولسوالۍ د عمرخیلو حوزې په ابده خیلو سیمه کې د دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال د سیالۍ پرمهال رامنځته شوه .
د یادې پېښې د یوه تن ټپي روغتیایې وضعیت هم داندېښنې وړ دی .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني پر یاده پېښه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا کار ئې يو غېرمشروع کار بللى.