کور / تازه خبرونه / انیس: د جدي شيږمه يا د افغانانو د بدمرغيو د پيل ورځ

انیس: د جدي شيږمه يا د افغانانو د بدمرغيو د پيل ورځ

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ تر ډيره د مرغومي (جدي) د شپږمې او په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت د پیلېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي، د جدي شيږمه یا د افغانانو د بدمرغیو د پیل ورځ چې دغه ورځ د افغانستان د تاریخ ډيره توره ورځ بلل کیږي.

د ورځپاڼې د لیکوال په وینا، د ۱۹۷۹ میلادي کال او د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د جدي د میاشتي د شپږمې نیټې د پنجشنبې د ورځې په ماښام په کابل کې میشت د سره پوځ ځواکونو د خپلو هدفونو په لور حرکت وکړ چې دې جنګ په میليونونو افغانان په خپلو وينو ولمبول؛ په میليونونو نور يې د هېواد پرېښودلو او په لکونو نور انسانان يې د ټول عمر لپاره معيوب كړل.

وسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې نن پر هېواد د پخواني شوروي د پوځي یرغل ۳۵ کاله پوره شول؛ خو پوښتنه بیا دا ده چې ولې زموږ هېواد بیا هم په اورونو او ویرونو کې پاتې شو؟

د ورځپاڼې د لیکوال په وینا، په دې کې شک نشته چې د پخواني شوروي یرغل؛ زموږ هېواد تر ډيره حده په کنډواله بدل کړ؛ خو د ولس تر ټولو ستر زیان دا و چې نن راته د هوښیارۍ او غلامۍ او د شهامت او جهالت پولې ړنګې شوې؛ توپيرونه ورک دي، تعریفونه بې معنا دي او له بده مرغه د دوست او دښمن تعریف او بڼه هم رانه ورکه ده.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د مرغومي شپږمې ته په اشارې لیکلي چې په مرکزي اسیا کې د افغانستان ستراتیژیک موقیعت او په دغه هېواد کې شخصي ګټو ته د ژمنو مشرانو ناروا کړنو له یوې غمیزې وروسته بله غمیزه زیږولې ده.

د ورځپاڼې د لیکوال په اند، په افغانستان کې د شوروي او اوس مهال د امریکا یرغل او استعمار د یوویشتمې پیړۍ یرغل او استعمار دی چې د مرستې او همکارۍ جامه يې اغوستې ده.

هېواد:

په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ایساف ځواکونو د چارواکو په حواله لیکلي چې تر یوې بلې اونۍ پورې به د دوی نوی ماموریت پیلیږي.

د ایساف ځواکونو د قومندانۍ مرستیال کارسټین جاکوبسن ویلي چې د ایساف د ځواکونو په نوي ماموریت کې له دیرشو هېوادونو څخه ۱۲۵۰۰ تنه عسکر شامل دي او دغه ځواکونه به افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او د دندې د پرمخبیولو په ګډون په امنیتي ادارو کې د سلاکارو په توګه دنده ترسره کړي.