کور / تازه خبرونه / د کابينې ځنډ به په هېواد کي نا امني نوره هم ډېره کړي

د کابينې ځنډ به په هېواد کي نا امني نوره هم ډېره کړي

هلمند مدني ټولنې د يوې ناستې پر مهال د کابينې پر ځنډېدو غبرګون وښود او له ولسمشر يې ټينګه غوښتنه وکړه چې د کابينې په ټاکلو دې هېواد کې روانه نا امني راقابو کړي.
دوی وايي په هېواد کې روانه نا امني هم د کابينې د ځنډ له امله ده.
هلمند مدني ټولنې وروسته له هغه چې د نامالوم وخت لپاره د کابينې اعلان وځنډېد، د يوې ناستې پر مهال له ولسمشر ټينګه غوښتنه وکړه چې، د کابينې په اعلانولو کې دې نور له ځنډه کار نه اخلي.
د يادې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل: په هېواد کې د روانې نا امنۍ لوی لامل د کابينې پر وخت نه ټاکل دي.
نوموړی وايي، په تېرو څو اونيو کې د هېواد په لر او بر کې نا امني ډېره شوې ده، ګڼ شمېر ځوانان، ماشومان او ښځې په بېلابېلو بريدونو کې وژل سوي.
همدرد له ولسمشر او اجرايه رئيس ټينګه غوښتنه وکړه چې، نور دې د کابينې پر سر خپل اختلافاتو ته د پای ټکی کښېږدي او ملي شورا ته دې وزيران وروپېژني.
دغه راز د مدني ټولنې مشر وويل: (( د کابينې ځنډېدو په هېواد کې بېکاري او نا امني رامنځته کړې ده، دښمن ته زمينه برابره شوې ده ترڅو په هېواد کې نا امني ډېره کړي.))
د هلمند مدني ټولنې غړي وايي: که د ولسمشر او اجرايه رئيس لخوا د کابينې پر ټاکلو روان مخالفتونه پای ته ونه رسېدل نو دوی به د ولس په مرسته لوی لوی لاريونونه پيل کړي.
د يادې ټولنې غړي اندېښمن دي که دولت لاس په کار نه شي نو ښايي هېواد به يې له يو بېړني حالت سره مخ شي.
ياده دې وي چې د څه مودې راهيسې د ولسمشر اشرف غني او اجرايه رئيس عبدالله عبدالله لخوا د کابينې پر سر مخالفتونه روان و، ټاکل شوې وه چې، په تېرو دوه ورځو کې کابينه اعلان شي خو د ناڅرګنده د لايلو له امله د نامالوم وخت لپاره د کابينې اعلان وځنډېد.