په یوې بمي چاودنې او وسلواله نښته کې درې تنه مخالف وسلوال وژل شوي او یو تن قوماندان یې شدید زخمي شوی.
د الینګار ولسوالۍ اړوند د نیمنانیو په سیمه کې دوه تنه مخالف وسلوال چې یو یې نعمت الله او بل یې فضل غني نومیدل د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي. دغه کسان چې اصلا د یادې ولسوالۍ د کوټالۍ د سیمې اوسیدونکي ول په نیمنانیو سیمه کې یې ماین ځای پر ځای کولو چې د ماین د انفجار له امله دواړه وژل شوي دي.
دغه راز د الیشنګ مهترلام تر منځ په غځیدلې لاره د کرنجاوې په سیمه کې د پولیسو او مخالفو وسلوالو تر منځ په یوې وسلوالې نښتې کې د سمیع الله په نوم د مخالفینو یو قوماندان چې مشهور په شاهدالله و سخت ټپي شوی او د رحمت په نوم یو بل مخالف وسلوال وژل شوی دی. په دغه نښته کې پولیسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لور د قرغیو ولسوالۍ په اروا سیمه کې د ملي اردو په یو هاموې باندې یو ځای پر ځای شوي ماین انفجار کړی چې له امله یې د ملي اردو دوه عسکر ئې وژلي او دوه تنه نور یې زخمیان شوي دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه