ولسمشر غني هرات ته تللی
ولسمشر محمد اشرف غني نن هرات ولایت ته تللی دی. د ولسمشر ویاند نظیف سالرزي د خپل تویټر پر پاڼه لیکلي چې نوموړی د سیمه ییزو امنیتي چارواکو په غونډه کې د ګډون په موخه دغه ولایت ته تللی دی. ولسمشر په داسې حال کې هرات ته سفر کړی دی چې څو ورځې وړاندې یې د دغه ولایت سرپرست والي له دندې ګوښه کړ. ولسمشر د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ژمنه کړې وه چې هرات به د هېواد د صنعت او سوداګرۍ پر مرکز بدل کړي.