وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى چي نن سهار ئې په روزګان ولايت کي پر يوه پوسته بريد کړى چي په پايله کي ئې د يادي پوستې قوماندان او د هغه يو ملګرى وژلي.
طالبان ليکي چي دا بريد ئې د ياد ولايت په چنارتو اولسوالي کي د ګرم آب په سيمه کي کړى.
په دې اړه تر اوسه خپله اړونده حکومتي چارواکو څه نه دي ويلي.