د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د عملياتو پرمهال د دوو بهرنيانو په ګډون ۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي ، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۴۸ ساعتونو كې په كاپيسا او نيمروز ولايتونو كې ترسره شوي دي.
سرچينې دغه راز په دغو عملياتو كې د ملي اردو د يوه سرتيري د وژل كېدو پخلى هم وكړ.
د خبرپاڼې په وينا، په دغو عملياتو كې يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي او دغه راز ۴۹ كړۍ ماينونه كشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.