د کابل چاپ ورځپاڼو نن په خپلو لیکنو کې ترډيره د طالبانو پر وړاندې د امریکا د حکومت د نوي دریځ او د افغانستان د نوي کابینې په اړه لیکنې کړي دي.
ویسا په خپلې سرمقالي کې تردې عنوان لاندې چې د ترهګرۍ خلاف جګړې ډرامه رسوا شوه، یو مطلب خپورکړی او په کې د پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت هغه اعلان ته اشاره شوې چې وایي، له ۲۰۱۵ کال له پيله به هغه طالبان نه په نښته کوي چې پر دوي حملې ونه کړي.
په مطلب کې د امریکا د مرستیال ولسمشرجوبایډن د څوکاله وړاندې هغو څرګندونو ته هم اشاره شوې چې ویلي وه، امریکا له طالبانو سره دښمني نه لري.
د مقالې لیکونکي زیاتوي چې، د پنټاګون له دې اعلان سره اوس د حکومت، طالبانو او نورو افغانانو مسولیت دی چې، د سولې او تفاهم هڅو ته ترجیح ورکړي.
– همدې ورځپاڼې په بل مطلب کې د امریکا د حکومت د هغې پریکړې په اړه لیکنه کړې چې، له مخې یې دا هېواد غواړي په افغانستان کې خپل پوځي وسایل اکراین ته ورکړي.
په مطلب کې راغلي چې، امریکایي چارواکو په دې اړه د اکراین له مقاماتو سره خبرې پیل کړي او د څیړونکو په وینا، ډيراحتمال لري چې اکراین په دې اړه موافقه وکړي.
خو ورځپاڼه بیا د مطلب په پای کې لیکي چې، افغان پوځ دغو وسایلو ته ډیره اړتیا لري.
– بله ورځپاڼه سرنوشت د نوې کابینې په اړه د ولسمشرد ویاند په حواله لیکي چې وایي، کابینه ترټاکل شوي وخت پورې معرفي کېږي.
ورځپاڼې د مطلب په دوام د نظیف الله سالارزي خبرې راخیستې چې د کابینې د اعلان د نیټې په اړه یې د ځینو رسنیو راپورونه رد او ویلي یې دي چې، د کابینې غړي به د ولسمشرله ژمنې سره سم اعلان شي.
په مطلب کې د رسنیو هغو راپورونو ته اشاره شوې چې په کې د همدې اونۍ دوشنبې ورځ یې د حکومت له خوا د کابینې د اعلان نیټه ټاکلې وه.
خو ورځپاڼه زیاتوي چې، د افغان چارواکو له بیا بیا ژمنو سره، لا هم د کابینې د پيژندلو دقیقه نیټې نه ده معلومه.