کور / تازه خبرونه / د سولي له پاره دي هر څوک هڅه وکړي

د سولي له پاره دي هر څوک هڅه وکړي

د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسی محمد، امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د سولي او امن لپاره هڅي د ټولو افغانانو دنده وبلله او ويې ويل چي د هيواد سوله نه يوازي د دولت وظيفه ده، بلکي د ټولو افغانانو ګډه مسئله ده. هر سړی بايد په هر مجلس کي د سولي اړوند خبري وکړي او خلک دې ته وهڅوي چي په امن کي زموږ د ټولو بقا او ګټه ده. نوموړي زياته کړه د سولي د تامين او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره امنيتي ځواکونه هره ورځ قربانۍ ورکوي، خو د دې تر څنګ د خلکو همکاري د امنيت په خوندي کولو کي ډېر رول لري.
ويسا وويل که امنيتي ځواکونه پرله پسې چاڼيز عمليات ونه کړي يا پخپله وظيفه کي غفلت وکړي، وسله وال مخالفين به له دې فرصت څخه په ګټي اخيستني د عامو خلکو په وژني يو ځل بيا لاس پوري کړي. نوموړي زياته کړه: پرله پسې چاڼيز عمليات دي چي د هيواد په کچه يې کندهار پُرامنه کړی دی.
د امنيه قومندانۍ مسوولينو خبر ورکړ چي د رواني اوونۍ په جريان کي يې ۶ وسله وال مخالفین وژلي، ۵ يې ټپيان کړي او ۳ نور يې ژوندي نيولي دي. د قومندانۍ د معلوماتو له مخي په روانه اوونۍ کي يې ۲ موټرسايکلان نيولي، ۹۰ بېلابېل ماينونه يې کشف کړي، ۴۰ لاسي بمونه، يو د مخابري رپيټر، ۲۰۰ متره ثانيه سوز لاين، ۳۰ د ماين پټاکۍ او ۲۰ کيلوګرامه باروت يې نيولي دي.
داراز د ملي امنيت رياست مسوولينو خبر ورکړ چي د رواني اوونۍ په اوږدو کي يې ۷ وسله وال مخالفین د ملا عادل قومندان په شمول وژلي او ۶ نور يې ژوندي نيولي دي. داراز يې ۳۱ لاسي بمونه، ۱۴ ماينونه، ۶۰۰ د امريکايي توپنچې مرمۍ، ۸ د هوان مرمۍ او ۶ د ۸۲ ملي مترۍ توپ مرمۍ نيولي دي.
د حکومت د دې ادعاوو په اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.