د كورنيو چارو وزارت سرپرست وايي، كه څه هم پوليس دې وړتيا لري، چې له دښمن سره مخامخ وجنګېږي، خو بيا هم د نړيوالو مالي مرستو او تجهيزاتو ته اړتيا لري.
په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د جګړه ييز ماموريت پاى ته رسېدو ته له دوه اوونيو كم وخت پاتې دى او د ۲۰۱۵ ميلادي كال په پيلېدو سره به ټول امنيتي مسؤوليتونه افغان امنيتي ځواكونه په لاس كې واخلي، خو له دې وړاندې افغان امنيتي چارواكو ويلي وو، چې كه افغان امنيتي ځواكونه په هوايي ځواك سمبال نه شي نو له ستونزو سره به مخ شي.