د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د عملياتو پرمهال قومندان په ګډون ۲۸ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي خپره سوې خبرپاڼه ليکي چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۴۸ ساعتونو كې په هلمند، پكتيكا او كونړ ولايتونو كې ترسره شوي دي.
سرچينې دغه راز په دغو عملياتو كې د ملي اردو د ۵ سرتېرو د وژل كېدو پخلى هم سوی.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.