د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكه اداره وايي، عبدالكريم متين د پكتيكا د نوي والي په توګه ټاكل سوى دى.
د ادارې د مسئولينو په وينا چي نوموړى د دې ادارې په وړانديز د اولسمشر له خوا پر دې دنده ګمارل سوى.
د اولسمشر اشرف غني تر راتګ وروسته ، ښاغلى متين دوهم والي دئ چي په دې حکومت کي په کار پيل کوى او تر ده مخکي د دې حکومت له اړخه اول والي د کندز له پاره د ښاغلي محمد عمر ساپي ټاکنه وه.