دونیا یـو نـنـداره ده، د پښتون څیری ګریوان دی
په زړه د هر پښتون مو د وحدت دا یو ارمان دی
خوشحاله شۍ ملګرو د منـزل پـه لـورې درومـې
پښتون قامی وحدت په لور روان دغه کاروان دی
کاروان سه چې ملـګـري شـو مــنـزل تـه بـه رسیږو
دا لاره که ده سخته ، دی کاروان کې پروت توان دی
پښتون قامی وحدت لارښود افضل خان دی ملګرو
لارښود هم دپښتون قومی وحدت مخکی روان دی
نسیم هم د پښتون قامی وحدت کاروان سه درومی
مـنـزل تـه بـه رسـیـږی ځـکـه مـشر افضل خان دی