پېښور: د روان ۲۰۱۴ کال د ، دسمبر په دولسمه نېټه دجمعې په ورځ د کوزې پښتونخوا په پېښور کې د ميشتو افغان ليکوالو او شاعرانو له خوا غونډه جوړه شوه چې په ترڅ کې د خوشال بابا ادبي بهیر جوړشو غونډه د فضل مولا توره کي صیب له خوا د کلام پاک د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره د مازیګر لمانځه نه مخکې پېل شوه د ويندو يي چارې میر عالم نويد تر سره کولې ، غونډه کې راغليو شاعرانو هر يو نظیر الحق قريشي ، حاجي ګل اغا شهباز، تحسين الله تحسين ، فضل مولا توره کي ، صفی الله ثمر ، زبیراحمد ساپی ،صفي الله سنګين او يو شمېر نورو شاعرانو خپل نظرونه وړاندې کړل ټولو خوښي څرګنده کړه چې په تېرو څو کلونو کې د ادبي بنډارونو د شتوالي خلا رامنځته شوې وه نو په نوي بهير سره به يو ځل بيا د ادب لمنه تانده او تازه شي دخوشال بابا ادبي بهیرواک چار(منتظم ) به ښاغلى فضل مولا توره کي وي ، نوموړى بهير به هره اوونۍ د جمعې په ورځ ماسپښين درې بجې د خوشال خان په عالي لېسه کې خپلې اوونيزې غونډې تر سره کوي .ديادونې وړده چې په پېښور کې د افغان ادبي بهير او دمهترلام با با ادبي ټو لنې فرهنگي هلې ځلې ټکنۍ شوې وې چې اوس ترې خوشال بابا ادبي بهیررامنځ ته شو
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه