په کندهار ولايت مقام کي د ښځو د تاوتريخوالي پر ضد ورکشاپ جوړ سو.
په دغه ورکشاپ کي چي نن سهار په ولايت مقام کي د UNDP په مالي مرسته جوړ سوی، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د کوچنيانو د مدني ټولني مشري ډاکټر رنګينې ويسا، د استيناف محکمې رئيس قضاوتمن شمس الرحمان رئيس خېل، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د ښځو چارو رئيسې روقيې اڅکزۍ، يو شمېر مېرمنو، د پوهنتو محصلينو او د ښوونځيو زده کوونکو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا خوښي څرګنده کړه چي د ښځو د تاوتريخوالي په وړاندي دا ډول اغېزناک ورکشاپ جوړ سوی دی. ښاغلي ويسا مېرمني د افغاني ټولني نيمايي او مهمه برخه وبلله او زياته يې کړه چي د جامعې په پرمختګ او فعاله ساتلو کي د ښځو ونډه نهايت مهمه او موثره ده.
نوموړي په افغانه ټولنه کي د ښځو په وړاندي له ګڼ شمېر ظلمونو څخه يادونه وکړه، خو ټينګار يې وکړ چي د مېرمنو د تاوتريخوالي په وړاندي د ټولني ټول غړي د مبارزې مسووليت لري. ويسا د مېرمنو پر زده کړو هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه چي افغانه ټولنه د ښځو تعليم ته سخته اړتيا لري. هغه پر والدينو ږغ وکړ چي د خپلو لوڼو د تعليم غم وخوري او پرېنږدي چي لوڼي يې بېسوادي پاته سي. نوموړي داراز له ملاامامانو څخه وغوښتل چي د مېرمنو د خشونت په وړاندي ږغ پورته کړي او په خپلو خطبو کي وخت پر وخت د ښځو له حقوقو څخه يادونه وکړي.
د کوچنيانو د مدني ټولني مشري ډاکټر رنګينې ويسا وويل دا د خوښۍ ځای دی چي نن د يوې مهمې موضوع په باب راټول سوي او نظريات سره شريکوي. هغې زياته کړه: ډېره خوشحاله يم چي نن د يوه لوی مشکل په اړه ږغيږو. دا راټولېدنه په دې مانا ده چي د ښځو تاوتريخوالی زموږ په ټولنه کي خورا پراخي ريښې لري، خو دا خبري د دې ستونزي د حل لپاره غوره اقدام دی.
نوموړي وويل چي د افغانو مېرمنو په وړاندي د يو شمېر نورو ستونزو تر څنګ په بدو کي د مېرمنو ورکړه، معلولول، اجباري نکاح، له مېرمنو څخه د خاوند د انتخاب حق تلف کول، په کم عمر کي د نجونو ورکړه، له شخصي اموالو څخه محرومول او بېسوادي هغه مشکلات دي چي مېرمني يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغې پر ټولو نارينه وو ږغ وکړ چي نور د مېرمنو په وړاندي له تاوتریخوالي او ظلمونو څخه لاس واخلي او داراز يې له ملاامامانو څخه وغوښتل چي د خطبو پر مهال دي د ښځو د حقوقو په اړه وږغيږي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د استيناف محکمې رئيس او يو شمېر ګډونوالو د اسلام له نظره د ښځو پر حقوقو وږغېدل او له ټولو افغانانو څخه يې د دې ستونزي د هواري په برخه کي د هڅو غوښتنه وکړه.