کور / تازه خبرونه / ننګرهار: امنیتي چارواکو وسلې او ۱۹ نیم کیلو ګرامه خام چرس نیولي دي

ننګرهار: امنیتي چارواکو وسلې او ۱۹ نیم کیلو ګرامه خام چرس نیولي دي

ننګرهار: امنیتي چارواکو وسلې او ۱۹ نیم کیلو ګرامه خام چرس نیولي دي.
د دغه ولایت امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وایی دکشفي راپورنو پر بنسټ دنشه يي توکو پر ضد دمبارزي کارکوونکو د جلال اباد ښار دریمه ناحیه کې د ۱۱ میله تفنګچې ،درې میله چریز ټوپکې او شاوخوا ۳۵۰۰ فیره د تفنګچې مرمۍ نیولي دي. نوموړي وویل په تور يې څوک نه دي نیولي شوي خو د نیولو هڅې يې روانې دي. دوی وویل، دنشه يي توکو پر ضد دمبارزي پولیسو دسره رود ولسوالۍ اړوند درونټي چک پاینټ کې یو تن له ۱۹ نیم کیلو ګرامه خامو چرسو سره نیولي چې له کندوز ولایت څخه يې راوړي وو او غوښتل يې چې تورخم ته يې انتقال کړي. دی وايي چرس په کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

خبریال: صدیق الله پوپل لراوبر ډاټ کام