کور / تازه خبرونه / د میوند ولسوالۍ ځانمرګي برید ۱۳تنو ته مرګ ژوبله واړول

د میوند ولسوالۍ ځانمرګي برید ۱۳تنو ته مرګ ژوبله واړول

نن غرمه دولس بجې د کندهار په لويديځي ولسوالۍ ميوند کي وسله والو ځانمرګيو ډله ايز بريد کړی، چي له امله يې ۱۳تنو ته مرګ ژوبله واوښتل

د میوند امنيه قوماندان عبدالعلي کليوال د پېښي پخلی کړی او وايي، چي يوه ځانمرګي بريدګر لومړي د ميوند ولسوالۍ د ملي امنيت د مديريت سره ځان ته چاودنه ورکړې ده.
هغه زیاتوي، چي وروسته نور بريدکوونکي، چي په وسلو او د چاودېدونکو توکو په واسکټونو سمبال وه، د ولسوالۍ وداني ته ننوتلي، ،چي څلور تنه د دوی په ځوابي ډزو کی وژل سوي دی.

هغه تلوکان خبري پاڼي ته وايې په برید کي ۴ملکي ،د قومانداني د لوژستیک امر او د جنایی جرمونو په وړاندي د مبارزې مرستیال وژل سوی او د پولیسو په ګډون ۷ ملکیان ټپیان سوي هم دي
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته د بريد مسوليت منلی دی.
هغه زياتوي، چي برید يې په داسي مهال کړی، چي د ميوند ولسوالۍ په ودانۍ کي دننه يوه لويه دولتي غونډه روانه وه.
دده په وينا، چي لومړی یې د موټر په وسيله لويه چاودنه کړي او وروسته د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتلي او اوس د پولیسو سره په جګړه بوخت دي