د کال ۱۳۹۳ هـش د پسرلي کیسه درته کوم. په تیر مني کی زموږ په کور کي پیشي لنګه سوه. دوه بچیان یی وکړه. له بده مرغه یو یی د کابل سخت ژمی مړ کړ. پر دا بل یی موږ ډیر پام کاوه. ژمی تیر سو، پسرلی راغی. په پسرلي کی مرغانو هم بچیان وکړل. په الوتو یې پیل وکړ. له یو ځایه بل ته به چی الوتل، ځینی به یی يه لار کی راولیدل او تر ساه اخیستو وروسته به بیرته په هوا سول. یو مازیګر د چوغکي یو چیچی چي غوښته یی له یوې وني بلي ته والوزي، زموږ پیشکي ته نژدی په چمن کي راولوید. پیشکي ورحمله کړه او هغه یی ونیو. پیشکه کوچنی وه او تراوسه یی دغسی ښکار نه وو کړی. یوی خوا او بلي خواته یی چوغکه زغلول. ما ورته کتل. مرغه د پیشکی په خوله کی د خپل خلاصون تلاښ کاوه. چی مرغه به هر وار د پیشکي په خوله کی وښورید، پیشکه به وارخطا سوه چی څه په وکړي. د پیشکي ښکار په خوله کی ناآرامه او چرتي وه. لس پنځلس دقیقی وروسته پیشکي مرغه پر مځکه واچاوه چی دا واري یی سم ونیسی. هغه په هوا سو. پیشکي ترڅه ځایه پسې وزغستل خو مرغه ولاړ.
زما دلته د خوشحال بابا خبره را یاد سوه:
چي فلک دي د زمري په خوله کی ورکړي – د زمري په خوله کی مه پریږده همت
د مرغه تلاښ د هغه د خلاصون سبب سو. که مرغه هسي بی تلاښه د پیشو په خوله کی پروت وای، پیشو نه خوشي کاوه او بالآخره به همهلته مړ او د پیشو خوراک وو. په تلاښ هرڅه مونده سي. قرآنکریم څه ښه فرمایي: ان لیس للانسان الا ما سعی. و ان سعیه سوف یری. ثم یجزـه الجزآء الاوفی – انسان ته هغه څه رسیږي چی کوښښ یی ورته کړی وي او بیله شکه د خپل کوښښ نتیجه ژر ویني. بیا به د خپل تلاښ پوره پاداش اخلي (النجم: ۴۲). پښتانه وایي: « په حرکت کي برکت دی». د مرغه په حرکت کی برکت وو او ددغه حرکت په برکت یی د بلا له خولي نجات وموند. دلته مي د یعقوب (ع) هغه اصرار خپل زامنو ته رایاد سو چي ورته ویل یې: یبنی اذهبوا فتحسسوا من یوسف و اخیه ولا تایئسوا من روح الله. انه لایایئس من روح الله الا القوم الکفرون – اې زما زامنو! ولاړ سی؛ د یوسف او د هغه د ورور پلټنه وکړی او د الله له رحمته مه ناهیلي کیږی. بیشکه د الله له رحمته بیله د حق له منکرانو نور څوک نه مایوسه کیږي (یوسف: ۸۷).
که ته هرڅونه فکر کوې چی دښمن دی ډیر قوي دی، کیدای سي هغه هومره قوي نه وي. که ته هرڅونه فکر کوې چي دښمن دي لوی مکار دۍ، کیدای سی هغه ته اوس هم ستا د خوړلو سم چل نه ورځي. که ته فکر کوې چی نور تاته د بهبود او نجات فرصت نسته، باید پوه سې چي اوس هم ډیر مهم او حیاتي فرصتونه ستا په انتظار دي. مه مایوسه کیږه او په لوی لاس خپل ځان مه وژنه. که ته فکر کوي چی تاته له دښمن څخه د خلاصون چانس نسته، زما د پیشي کیسه در په یاد کړه. ستا خلاصون ستا په تلاښ کي دی.