کور / تازه خبرونه / لس کلني جنګ ته بايد د حل لار پيدا سي

لس کلني جنګ ته بايد د حل لار پيدا سي

دغه ټکی نن (یکشنبه) د ولسمشر د فرمان پر اساس میدان وردګو ولایت ته د سلاکار وزیر حاجي ارمان په مشرۍ راغلي اته کسیز پلاوې د میدان وردګو والي او امنیتي مسؤلینو سره د دغه ولایت په مقام کې په لیدنه کې وکړ.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل له تېرو دوو کلونو راهیسې د کوچي او هزاره قوم ترمنځ کومه لویه ستونزه نده رامنځته شوې خو د ځینو راولاړ شویو ستونزو د حل په موخه یې وخت په وخت مرکزي اداره خبره کړې او حل مرسته یې ترې غوښتلې.
ده له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه،چې د دوی په غوښتنه یې د یادې ستونزې د حل په موخه د سلاکار وزیر حاجي ارمان په مشرۍ یو پلاوی دغه ولایت ته راوستوو.
نوموړی هیله څرګنده کړه،چې یاد پلاوی،چې له د ولسمشر د سلاکار وزیر سربیره په کې د ملي دفاع وزارت،ملي امنیت،سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او نورو برخه لري په دې بریالي شي،چې یادې ستونزې ته اساسي د حل لاره چاره ولټول شي .
دغه پلاوی ژمنه وکړه،چې دوی په د بېلابېلو اړخونو سره لیده کاته ترسره کړي او د نظریاتو له اوریدو وروسته به له هغو سیمو څخه هم لیدنه وکړي،چې شخړې په کې شتون لري او له هغې وروسته به ورته د قانون په رڼا کې یوه د حل اساسي لاره چاره ولټول شي .
په دغه لیدنه کې امنیه قوماندان خلیل انداربي،سناتورسعیدي،د همغږۍ قوماندان جنرال نواب،د ولایتي شورا غړو او یو شمېر نورو هم خبرې وکړې.