کور / تازه خبرونه / وردګ: د کانکور ازموينه اخستله کېږي

وردګ: د کانکور ازموينه اخستله کېږي

د میدان وردګو ولایت د دولسم ټولګیو ۴۵۴۰ فارغینو څخه د کانکور ازموینه نن (یکشنبه) د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ د دشتې ټوپ د پولیسو په روزنیز مرکز کې پیل شوه .
د کانکور ازموینه نن یکشنبه د ۲۲۷۶ او سبا دوشنبه به د ۲۲۷۸ تنو د دولسم ټولګیو فارغینو څخه چې په کې ۲۰۴ انجونې دې،واخیستل شي.
د دغه ازموینې د اخیستلو پر مهال د میدان وردګو ولایت مرستیال،د لوړو زدکړو وزارت استازو،د ولسي او ولایتي شورا غړو،نظامي او ملکي ادارو
مسؤلینو او ګڼ شمېر نورو مخورو برخه اخیستې وه، د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د ازموینې د پیل په مراسمو کې ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې سږنۍ د کانکور ازموینه به په پوره
شفافیت او له ځنډ او خنډ پرته ترسره شي .
ده زده کوونکو ته هم لارښوونه وکړه،چې په پوره زړورتیا او زیرکتیا سره دې برابرې شوې پوښتنې ځواب کړي او که په دغه برخه کې ورته کومه ستونزه پیدا شي،نو د ټاکل شوې کمیټې څخه دې د اصولو په رڼا کې مرسته وغواړي.
د لوړو زدکړو وزارت له لورې ټاکل شوې کمیټې مشر پوهندوي الکوزي وویل دوی سږ کال ځکه په دوو پړوانو کې د کانکور ازموینه واخیسته،چې په کې شفافیت ترسره شي او د لاس وهنو څخه په کې مخنیوی وکړي .
د کانکور ازموینې د پیل په مراسمو کې د مشرانو جرکې غړي انجینرحسیب کلیمزي او یو شمېر نورو هم خبرې وکړې او هیلې څرګندې کړې،چې سږ کال به له دغه ولایت څخه لوړو زدکړو ته زیات زده کوونکې بریالي شي .
د کانکور یو ګډونوال خیرمحمد وویل د تېرو کلونو په پرتله سږنۍ د کانکور ازموینه په ټاکلې وخت پیل شوه او د کمیټې له لورې ترتیبات هم ښه نیول شوي وو .
ده غوښتنه وکړه،چې مشران دې د دې ولایت د زده کوونکو د حل شويو ځوابونو پاڼې وړاندې هم تعقیب کړي،ترڅو څوک یې حقوقو کې لاس وهنه ونکړي .