د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې د چاپیریال ساتنې ادارې له لورې د ښار پاکونې عمومي حشر نن ( یکشنبه) چې په کې د د غه ولایت سرپرست والي،د ادارو مسؤلینو او نورو ،چې شمېر یې ۳۰۰ تنو ته رسیدو په کې ګډون کړی وو،ترسره شوو.
دغه حشر چې د پټۍ په پرېکولو سره پیل شو،د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د ادارو د مسؤلینو او کارکوونکو،ځوانانو او نورو مدني فعالانو څخه مننه وکړه،چې د ښار پاکونې په برخه کې د حشر دود په بیا ژوندي کولو سره د ښار پاکونې چارې ترسره کوي.
ده همدا راز د حشر له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه،چې دغه ډول حشر،چې زموږ پخوانی دود دی،په دوامدار ډول د دغه ښار سربیره په خپل چاپیریال کې هم پلي کړي .
د میدان وردګو د چاپیریال ساتنې رئیس ښاغلي عبدالولي هم له ټولو ګډوالو څخه مننه وکړه،چې د دوی په غوښتنه یې په یاد حشر کې ګډون وکړ .
نوموړی وویل د دغه حشر په ترڅ کې د میدان ښار،ښار سربیره د دغه ولایت ټولې نظامي او ملکي ادارې هم د ګډونوالو له لورې په ډله ییز ډول پاکې شوې .
ده زیاته کړه د دغه حشر څخه یې موخه په سیمه کې د چاپیریال ساتنې فرهنګ دود کول دي او غواړي دغه دود د حشرونو څخه پیل او په فردي ډول یې د کورنیو غړو ته مسؤلیت ور وپیژني،ترڅو خپل چاپیریال څخه ساتنه وکړي .
د دغه حشر یو ګډونوال او مدني فعال ذبیح الله وویل دوی به هڅه وکړي،چې له دې وروسته د ښار پاکونې په برخه کې دغه ډول حشرونه په میاشت کې یو ځل ترسره کړي.
د یادونې وړده،ترې وړاندې هم د میدان وردګو ولایت کې د مدني فعالانو،د چاپیریال ساتنې ادارې،ښاروالۍ او نورو له لورې د ښار پاکونې ورته حشرونه ترسره شوي دي .