کور / تازه خبرونه / يوشمېر پروژې ګټي اخستني ته وړاندي سوې

يوشمېر پروژې ګټي اخستني ته وړاندي سوې

د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت درې بیلا بیلې ټولګټې پروژې د لغمان سرپرست والي ډاکتر مجددي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې چې دوې یې په قرغیو ولسوالۍ کې پلې شوي؛ یوه یې د مشه خیلو د انجونو د ښوونځي وداني او بله یې هم د ۱۹۶ مترو په اوږدوالي په یاده ولسوالۍ کې دسلطان ویس بابا د ښوونځي د ودانۍ د احاطې دیوال دی چې نیږدې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د جوړېدو چارې یې د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شوي دي.
بله پروژه د مرکز اړوند د سلطان غازي بابا ابتدائیه ښوونځي وداني ده چې څه دپاسه لس نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوې چې د جوړېدو چارې یې د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شوي دي.
د یادونې ده چې هر ښوونځی د ضروري ملحقاتو د درلودلو تر څنګ د کمپیوټر او لابراتوار په خونو سربیره ۸ درسي او ۴ اداري خونې لري چې دواړه ښوونځي او د سلطان ویس بابا د ښوونځي د احاطې دیوال د پوهنې وزارت په تخنیکي او دنړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوي دي.