کور / تازه خبرونه / ایساف ځواکونو دوه ملکي وګړي ووژل

ایساف ځواکونو دوه ملکي وګړي ووژل

ایساف ځواکونو په کندهار کي دوه ملکي وګړي هغه مهال ووژل، چي هغوئ د درېدو اشارې ته يې پاملرنه ونه کړه.

دغه پېښه نن سهار لس بجې د کندهار هوايي ډګر مخته سوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک تلوکان خبري پاڼي ته وویل، چي ایساف ځواکونو یاد کسان په تېروتني سره هغه مهال په ډزو ووژل، چي هغوئ ته د نژدې کېدو پر مهال د نه ورتګ ږغ خبر ورکړل سو، خو بيا هم ونه درېدل.

د پولیسو په ګډون ولايتي مقام په دې اړه د څېړني خبر ورکړی دی.