سرنوشت ورځپاڼه: د لندن کنفرانس د پخوانیو ژمنو تکرار
کابل ورځپاڼو نن په خپلو ګڼو کې د نورو مطالب ترڅنګ د لندن د کنفرانس او په افغانستان کې د اضافي پاته کیدونکو امریکایي سرتیرو په اړه لیکنې کړي دي.
سرنوشت:-
سرنوشت ورځپاڼه “د لندن کنفرانس د پخوانیو ژمنو تکرار” تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی او په یوې برخه کې یې راغلي چې په دغه غونډه کې داسې کومه ژمنه و نه شوه چې له مخې یې افغانستان پر ځان بسیا شي یا سولې ته لاره هواره کړي.
په مطلب کې د همدې کنفرانس په اړه د کارپوهانو نظر راخیستل شوی چې وایي؛ نړیوال به بیا هم خپلې مرستې د شخصي انجیوګانو له لوري په بې اغیز ډول لګوي او په افغانستان کې تر امنیت وړاندې لویې پانګونې هم ناشونې بریښي.
ورځپاڼه زیاتوي، د شنونکو په باور د لندن غونډه یو تکراري بڼه لرله او ژمنې یې هم پخوانۍ او بنسټیزې نه وې.
ویسا:-
ویسا ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې د افغانستان اوسنی وضعیت له دیارلس کاله مخکې سره پرتله کړی او لیکي چې آیا د لندن کنفرانس د دوه زره او لومړي کال په څیر له صفره د بیا پیل د تکرار ډرامه نه ده؟
د مقالې لیکونکی زیاتوي چې هغه مهال هم افغان چارواکو له نړیوالې ټولنې سره په ګډه ولس ته دا زیری ورکوی چې وطن ګل او ګزار شو.
خو د مطلب د لیکونکي په باور، اوس وینو چې لوبه د پخوا په پرتله نوره هم خطرناکه شوې ده او هیله څرګندوي چې خدای دې وکړي زموږ چارواکي د پخوا په څير په تشو وعدو تیر نه وځي او دې ته پام وکړي چې هیواد مو د پردۍ جګړې له لمبو نه څه ډول وتلای شي.
همدې ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د واشنګټن پوسټ هغه راپور راخیستی چې وايي،
امریکا غواړي راتلونکی کال په افغانستان کې خپل سلګونه اضافي سرتیرې په موقتي ډول و ساتي.
په مطلب کې راغلي چې دا له هغو ۹۸۰۰ سرتیو جلا دي چې ولسمشر اوباما یې په افغانستان کې د پریښودلو اعلان کړی و.
ورځپاڼه د امریکایې چارواکو په حواله زیاتوي چې وايي؛ ښایي د ناټو نور غړي هیوادونه په افغانستان کې له ژمنې سره سم دولس زره سرتیري چمتو نشي کړای نو د همدې تشې د ډکیدو لپاره به خپل یو شمیر سرتیري په موقتي توګه په افغانستان کې وساتي.
محور:-
بله ورځپاڼه محور هم پر همدې موضوع لیکي چې، دا مهال د بارک او باما د ادارې او نورو متحدانو تر منځ په دې اړه بحثونه جریان لري چې، ناټو به له روان کال وروسته څه شمیر سرتیري په افغانستان کې پریږدي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه