د کندهار د خصوصي روغتونونو مسوولينو ژمنه وکړه چي هر کال به ۵۵۰ معلولين او معيوبين په وړيا توګه تداوي کوي.
د کندهار د ټولو خصوصي ښوونځيو مسوولينو د کندهار له سرپرست والي سره په ولايت مقام کي وکتل. په ناسته کي د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا او د کار او ټولنيزو چارو رياست د شهيدانو او معلولينو امر فيض الله عمريار هم ګډون کړی وو.
د خصوصي روغتونونو مسوولينو له کاله د ۵۵۰ معلولينو او معیوبينو د وړيا تداوۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي ويسا د خصوصي روغتونونو له مسوولينو څخه مننه وکړه چي په صحي برخه کي يې د دغه ولايت اوسېدونکو ته ښه خدمات وړاندي کړي دي او وخت پر وخت يې له غريبانو سره مرستي کړي دي. نوموړي وويل: الله دي تاسي ټولو ته اجر درکړي چي له خپلو هيوادوالو سره خواخوږي او همدردي لرئ. که تاسي د خپلو مرستو په لړ کي له معلولينو او معیوبينو سره مرسته وکړئ او له کاله د معين تعداد معلولينو او معیوبينو وړيا تداوي وکړئ، دا به مو پر دې بې وزلي او ناچاره طبقې لويه پېروزينه وي. زه باوري یم که د دغه ولايت معیوبين او معلولين ستاسي له مرستي څخه خبر سي، واقعاً به خوشحاله سي او له دې اقدام څخه ښايي نور ولايات هم الهام واخلي.
ويسا زياته کړه چي دا خوشخبري دي سبا د معلولينو د ورځي په لمانځنغونډه کي واورول سي. معلولین او معيوبين دي د کار او ټولنيزو چارو امريت ته مراجعه کوي او له هغې لاري دي د وړيا تداوۍ لپاره روغتونونو ته معرفي سي.
د مهمند روغتون مسوولينو ژمنه وکړه چي له کاله به ۵۰، الفرهاد روغتون ۶۰، نعمت روغتون ۴۰، البلال روغتون ۷۰، السينا روغتون ۴۰، اتحاد روغتون ۶۰، ملالۍ روغتون ۲۰، فيضي روغتون ۶۰، سيال روغتون ۵۰، سيدال روغتون ۵۰ او يارانه روغتون ۵۰ معلولين او معيوبين تداوي کوي. سبا د معلولينو نړيواله ورځ لمانځل کيږي. د هينډي کېف استازي وويل چي د ۶سوه معلول ګډونوالو د ټرانسپورټ مصرف به ورکړي.
د شهيدانو او معلولينو امر فيض الله عمريار د دې اقدام ستاينه وکړه او خوښي يې څرګنده کړه چي د کندهار چارواکي له دوی سره مرسته کوي او دوی يې له پامه نه دي غورځولي. هغه زياته کړه: کله چي خبر سوم چي زموږ له دې بېولي طبقې سره دومره لويه مرسته کيږي، نو په کالو کي نه ځايېدم.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه