کور / تازه خبرونه / د چک پر بند د د سروې او ډيزان د شروع خبر ورکړل سو

د چک پر بند د د سروې او ډيزان د شروع خبر ورکړل سو

د راتلوونکو دوو اونیو په ترڅ کې به د چک برېښنا بند د سروې او سړک د ډیزاین چارې پيل شي .
دغه ټکی د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د ولسي جرګې د غړو مجید خان وردګ،شیرولي وردګ،د چک ولسوال،د دغه ولسوالۍ یو شمېر نورو مخورو سره د لیدنې پر مهال وکړ .
نوموړی زیاته کړه،د چک برېښنا بند د سروې په موخه یې د اړونده وزارت څخه بودیجه هم ځانګړې کړې او د امنیتي تدابیرو په نیولو سره به د راتلوونکو دوو اونیو په ترڅ کې دچک برېښنا بند د سروې چارې پیل کړي .
هغه همدا راز زیاته کړه،د چک برېښنا بند ترڅنګ د دغه ولسوالۍ د سړک جوړولو چارې هم نیمګړي پاتي دي خو د دغه سړک د بیا جوړولو په موخه نورې بودیجې ته هم اړتیا لیدل کیږي.
د میدان وردګو والي په وینا دوی له ۲ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیاته بودیجه د دغه سړک لپاره لري خو تر دې زیاتې نورې بودیجې ته هم د دغه سړک د سروې او جوړولو په موخه اړتیا لیدل کیږي،چې د مالیې وزارت څخه دوی د یادې بودیجې غوښتنه کړې .
د ولسي جرګې غړي شیرولي وردګ د قومونو په استازۍ وویل شاوخوا ۱۱ کاله کیږي،چې د چک برېښنا بند د سروې چارې نیمګړي پاتي دي او همدا راز د ۹ کلونو په شاوخوا کې د سړک جوړونې چارې نیمګړي پاتي دي.
هغه زیاته کړه، خو د روان کال په ترڅ کې د دغه دواړو پروژو د بیا پیل کیدو په موخه د ولایت مقام رهبرۍ په مشرۍ د ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو زیاتې هلي ځلي وکړې،چې بالاخره پایلې ته نږدي کیدونکي یو.