کور / تازه خبرونه / د افغانستان لپاره د يوناما سياسي معين کندهار ته سفر وکړ

د افغانستان لپاره د يوناما سياسي معين کندهار ته سفر وکړ

د يوناما سياسي معين کندهار ته سفر وکړ او د دغه ولايت له سرپرست والي سره يې د هغه د کار په دفتر کي ولیدل. په دې ناسته کي د يوناما د سياسي معين تاديميچي ياماموتو او ورسره پلاوي او کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ملي امنيت رئيس جنرال عيسی محمد، د سولي شورا رئيس حاجي عطاء محمد احمدي او د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال ګډون کړی وو.
د يوناما سياسي معين تاديميچي ياماموتو وويل چي خپل لومړنی سفر يې له کندهاره راپيل او دغلته په دې موخه راغی چي د کندهار له چاوارکو سره وويني او د دې ولايت وضعيت له نژدې وګوري.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کندهار د امنيت، زراعت، اقتصاد، ښوونيز بهير، تعليمي ادارو، دولتي مجالسو او سياسي حالت په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
ښاغلي ويسا د يو لړ نورو پرمختګونو د يادولو تر څنګ وويل چي په دغه ولايت کي د افغانستان په سطحه د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون جوړېدل، د ګڼ شمېر ښوونځيو پرانيستل او اقتصادي وده لويي لاسته راوړني دي.
نوموړي له يوناما څخه د سولي په باب د هلوځلو، د مرستندويه ادارو د تشويق او د ايساف هڅول چي د دغه ولايت له کرنيزو محصولاتو څخه استفاده وکړي، غوښتنه وکړه.
د يوناما سياسي معين تاديميچي ياماموتو د يادو چارواکو ټول معلومات، غوښتني او وړانديزونه واورېدل او ژمنه يې وکړه چي په يادو برخو کي به تر وروستي حده مرسته کوي. نوموړي وويل چي دوی ته کندهار حياتي ارزښت لري، ځکه يې نو خپل د ماموريت سفر له کندهاره راپيل کړ. هغه زياته کړه چي د سولي په باب به هلي ځلي وکړي، خو له افغانانو څخه يې د حوصلې او زغم غوښتنه وکړه