کور / تازه خبرونه / د ١٤ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د ١٤ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي، يو تن ټپي سوى ، ۵ ژوندي او ترڅنګ ئې يوشمېر وسلې هم نيول سوي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات د کونړ، ننګرهار، کندوز، بلخ، کندهار، اروزګان، لوګر، خوست، پکتيا او فراه ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.