دغه ټکی د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي د دغه ولایت نظامي مسؤلینو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړ او زیاته یې کړه، پر دغه لویه لاره د ملي اردو سرتېردو د ځآی پر ځآی کیدو وروسته هیڅ ډول ستره امنیتي ستونزه نده رامنځته شوې .
نوموړی وویل ولسمشرمحمد اشرف غني هم ورته لارښوونه کړې وه،چې پر یاده لویه لاره باید امنیتي ستونزې پای ته ورسیږي .
ده زیاته کړه، د ده په مشرۍ د دغه ولایت نظامي شورا له څو میاشتو راهیسې مرکزي نظامي ارګانونو ته وړاندیزونه کول،ترڅو د عامه نظم سرتېرو پر ځای د ملي اردو سرتېرې ځای پر ځای کړي.
سرپرست والي وایي د ولسمشر محمداشرف غني د لوړې وروسته یې مرکزي نظامي ادارو هم وړاندیزونه ومنل او د عامه نظم سرتېرو پر ځای یې د ملي اردو سرتېرې پر یاده لویه لاره ځای پر ځای کړل.
د هغه په وینا د عامه نظم سرتېرو څخه موټر چلوونکو هم شکایت درلود او څو ځله یې له دوی سره د لیدنې پر مهال پر دغه لویه لاره د ملي اردو د ځای پر ځای کیدو غوښتنه کړې وه.
نوموړی وایي عامه نظم سرتېرو له ځان سره ښه ډول تجهیزات نه درلودل،ځکه یې د دغه لویې لارې امنیت ساتنه هم نشوه کولای،خو ملي اردو سرتېرې بیا له ځان سره ښه تجهیزات لري او تر دې مهاله په دې بریالي شوي،چې د کابل ـ غزني لویې لارې امنیت ساتنه وکړي .
ده پر میدان وردګو ولایت کې د ملي اردو ترڅنګ د ټولو امنیتي منسوبینو څخه مننه وکړه،چې په خپلو چارو کې په دې وروستیو کې له ځانه ښه وړتیا ښودلې .