د کندوز ولایت په شپږو ولسواليو او مرکز کې پر زرګونو کروندګرو د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه
د اړوندو چارواکو په وينا چي دا ډول تخمونه يې تېرکال هم پر ګروندګرو وېشلي وو، چې له امله یې سږکال په دې ولایت کې د غنمو په حاصلاتو كې ډېروالی راغلی و.
نوموړي زياتوي چي د پنځوس کيلو غنمو په بدل کې د کرنې وزارت له غوښتنې سره سم ۵۴۶ افغانۍ له کروندګر څخه اخيستل کېږي، تر څو د کرنې وزارت په راتلونکي کې د دغه ډول پروګرامونو لپاره بودجه ولري.
اوسېدونکي وايي چي د دوى غنمو خرڅولو ته بازار هم پيدا کړل سي تر څو ئې غنم په وړ او مناسبه بيه پلوري وي.