کور / تازه خبرونه / افغان حکومت د م.م ترڅار لاندي له طالبانو سره د پردې ترشا دسولي خبري پيل کړي

افغان حکومت د م.م ترڅار لاندي له طالبانو سره د پردې ترشا دسولي خبري پيل کړي

افغان حکومت د م.م ترڅار لاندي له طالبانو سره د پردې ترشا دسولي خبري پيل کړي”
د کابل ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ له وسله والو مخالفینو سره د حکومت د سولې د خبرو او د پنځو ولایتونو د چارواکو د لرې کیدو په اړه لیکنې کړي دي.

ویسا:-

ویسا ورځپاڼه د، “افغان حکومت د ملګرو ملتونو تر څار لاندې له طالبانو سره د پردې تر شا د سولې خبرې پيل کړي” تر سرلیک لاندي یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې راغلي، د پاکستان ایکسپریس ورځپاڼې ته یوې حکومتي سرچینې له دې رازه پرده پورته کړې چې ولسمشر غني دا ځل له طالبانو سره د سولې پروسه او سیاسي بهیر کې د هغوی مشارکت د ملګرو ملتونو تر څار لاندې عملي کوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګي دا مساله په رسمي توګه نه تاییدوي؛ خو د سولې عالي شورا بیا په دې برخه کې د ملګرو ملتونو نظارتي رول ګټور بولي.

همدا ورځپاڼه بیا په خپلې سرمقالې کې د پاکستاني رسنیو هغو خبرو ته اشاره کوي چې وایي؛ پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال د دغه هیواد د چارواکو او افغان ولسمشر تر منځ پر یو لړ موضوعاتو موافقې شوي دي.

په سرمقالې کې افغان حکومت ته سپارښتنه شوې ده چې که په کومو برخو کې موافقې شوي وي؛ نو حکومت یې باید له ولس سره جزیات شریک کړي که نه نو د مقاله لیکونکې په باور؛ د بهرنیو رسنیو له لورې د حقایقو خپریدل به د ولس تر منځ اندیښنې زیاتي کړي.

محور:-

محور آزادي ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د ولسمشر د ویاند په حواله لیکلي چې وایي ولسمشر غواړي د پنځو ولایتونو چارواکې له دندو ګوښه کړي.

په مطلب کې راغلي، ښاغلي سالارزي اسوشیېټډ پرس ته ویلي چې ولسمشر غني غواړي؛ د کندز، بادغیس، غزني، ننګرهار او هلمند لوړپوړي چارواکي لرې کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، افغان ولسمشر په داسې حال کې دا پریکړه کړې چې د یادو پنځو ولایتونو زیات شمېر برخې کلونه کلونه د وسله والو مخالفینو په تصرف کې وې.

سرنوشت:-

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې لندن ته د افغان چارواکو د سفر په اړه لیکلي او پوښتنه کوي چې ولسمشر په دغه غونډه کې له کومې لاس ته راوړنې سره ورځي؟

ورځپاڼه په خپله لیکنه کې د کابینې په ټاکنه کې ځنډ؛ د واک د ویش مساله، ناامنۍ او د کابل بانک په شان موضوعاتو ته اشاره کوي چې ولسمشر یې لندن ته تر تګ مخکې په اړه د اقداماتو خبره کړې وه. خو د مقاله لیکونکې په باور په دې ټولو برخو کې د نوي حکومت اقدامات د تمې او ژمنې خلاف و.