د بغلان ولايت په بركه اولسوالي كي ځانمرګى بريد سوى، چي له كبله ئې د دوو پوليسو په ګډون ۹ اولسي وګړي وژل سوي.
د دې ولايت امنيتي چارواکي د پېښي پخلى کوي او وايي چي دا بريد د سيمي د يوه قومي سپينږيري د جنازې په مراسمو کي سوى.
په پېښه کي دوه پوليس او اوه اولسي وګړي وژل سوي او ١٨ نور ټپيان سوي.
په دې اړه خپله تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.